سوره الانعام (څاروي) (آیت 82)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۸۲

الَّذِينَ آمَنُوا وَلَمْ يَلْبِسُوا إِيمَانَهُمْ بِظُلْمٍ أُولَٰئِكَ لَهُمُ الْأَمْنُ وَهُمْ مُهْتَدُونَ 82 ٨٢

هغه كسان چې ایمان يې راوړى دى او له خپل ایمان سره يې ظلم نه دى ګډ كړى (، نو) دغه كسان دي چې د همدوى لپاره (له عذاب نه) امن (بچاو) دى او دغه كسان هدایت موندونكي دي (۸۲)

تفسیر
هغه کسان چې په الله تعالی یې ایمان راوړی، او د هغه د شرعې تابعداري یې کړې، او خپل ایمان یې په شرک سره ندی ګډوډ کړی، یوازې د دوی لپاره به وي امن او ژغورل د عذاب نه پرته له نورو خلکو، او دوی ته به توفیق ورکړل شوی وي، الله تعالی دوی ته د هدایت لارې طرف ته توفیق ورکړی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ