سوره الانعام (څاروي) (آیت 87)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۸۷

وَمِنْ آبَائِهِمْ وَذُرِّيَّاتِهِمْ وَإِخْوَانِهِمْ ۖ وَاجْتَبَيْنَاهُمْ وَهَدَيْنَاهُمْ إِلَىٰ صِرَاطٍ مُسْتَقِيمٍ 87 ٨٧

او (فضیلت مو وركړى و) د دوى په پلرونو كې ځینو ته او د دوى په اولاد كې او د دوى په وروڼو كې (ځینو ته) او مونږ هغوى غوره كړي وو او مونږ هغوى ته د نېغې لارې هدایت كړى و (۸۷)

تفسیر
او توفیق ورکړی و مونږ ځینو پلارانو د دوی ته او ځینو زامنو د دوی ته او ځینو وروڼو د دوی ته هغه چا ته چې مونږ ورته توفیق ورکول غوښتل، او مونږ دوی غوره کړی وو، او مونږ توفیق ورکړی وو دوی ته د تللو په سمې لارې چې هغه د توحید او د الله تعالی د تابعدارۍ لار ده.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ