سوره الانعام (څاروي) (آیت 88)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۸۸

ذَٰلِكَ هُدَى اللَّهِ يَهْدِي بِهِ مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۚ وَلَوْ أَشْرَكُوا لَحَبِطَ عَنْهُمْ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 88 ٨٨

دغه د الله هدایت دى، په دې سره هدایت كوي په خپلو بنده ګانو كې چا ته چې وغواړي او كه چېرې دوى شرك كړى وَى (، نو) خامخا به له دوى نه ضايع شوي وو هغه عملونه چې دوى كول (۸۸)

تفسیر
دا چې توفیق ورته ورکړی شوی و دا د الله تعالی توفیق و> رسوي دې توفیق ته چا لره چې وغواړي د خپلو بندګانو نه، او که چیرته دوی د الله تعالی سره بل څوک شریک جوړ کړی و، نو خامخا برباد شوی به و عمل د دوی؛ ځکه چې شرک باطلوونکی دی نیک عمل لره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ