سوره الانعام (څاروي) (آیت 89)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۸۹

أُولَٰئِكَ الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ وَالْحُكْمَ وَالنُّبُوَّةَ ۚ فَإِنْ يَكْفُرْ بِهَا هَٰؤُلَاءِ فَقَدْ وَكَّلْنَا بِهَا قَوْمًا لَيْسُوا بِهَا بِكَافِرِينَ 89 ٨٩

دا هغه كسان دي چې دوى ته مونږ كتاب او حكم او نبوت وركړى و، نو كه دا خلق په دې سره كفر وكړي، نو یقینًا مونږ د دې لپاره داسې خلق مقرر كړي دي چې په دې سره كفر كوونكى نه دي (۸۹)

تفسیر
دغه پیغمبران چې بیان شول، خاص دوی هغه کسان دي چې مونږ ورته کتابونه ورکړي دي، او مونږ ورته پوهه د دین ورکړې، او پیغمبري مو ورته ورکړې، نو که چیرته ستا قوم په هغه څه کفر وکړي چې مونږ ورته ورکړی د دې دریو شیانو نه نو یقینا مونږ تیار کړی دې لره داسې یو قوم چې هیڅکله په دې باندې کفر نه کوي، بلکې هغوی مومنان دي، ټینګ دي په دې دین، او هغه مهاجرین او انصار او هغه کسان دي چې د دوی تابعداري یې کړې په نیکې طریقې سره د قیامت د ورځې پورې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ