سوره الانعام (څاروي) (آیت 90)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




6 الانعام(الأنعام)، آیت ۹۰

أُولَٰئِكَ الَّذِينَ هَدَى اللَّهُ ۖ فَبِهُدَاهُمُ اقْتَدِهْ ۗ قُلْ لَا أَسْأَلُكُمْ عَلَيْهِ أَجْرًا ۖ إِنْ هُوَ إِلَّا ذِكْرَىٰ لِلْعَالَمِينَ 90 ٩٠

دا هغه كسان دي چې الله ورته هدایت كړى دى، نو ته د دوى د طریقې اتباع كوه، ته ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې مزدوري نه غواړم، نه دى دا مګر د ټولو عالَمونو لپاره نصیحت (۹۰)

تفسیر
دغه پیغمبران، او د هغوی سره چې څوک د هغوی د پلارانو، اولادونو او وروڼو نه ذکر شول، هم دوی خاص د ریښتوني هدایت والا دي، نو ته د دوی تابعداري وکړه او د دوی لاره خپله کړه، او -ای پیغمبره- خپل قوم ته ووایه: زه ستاسو نه د دې قرآن په تبلیغ باندې مزدوري نه غواړم، نو نه دی قرآن کریم مګر پند او نصیحت؛ لپاره د مخلوقاتو د انسانانو او پیریانو نه، د دې لپاره چې په دې باندې نیغې او برابرې لارې ته ورسیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ