بېشكه الله د دانې او زړي چوونكى دى، ژوندى له مړي څخه راوباسي او له ژوندي څخه د مړي راوېستونكى دى، هم دغه الله دى، نو كوم طرف ته تاسو ګرځولى شئ (۹۵)
تفسیر
پرته له شکه يوازې الله دی چې دانه چوي او غلې ترې را باسي او زړی (مندکه) چوي؛ نو د خرما، انګور او نورې ونې ترې را باسي، ژوندی له مړي را باسي، ځکه انسان او ټول څاروي له نطفې را باسي او مړی له ژوندي را باسي، ځکه نطفه له انسانه، هګۍ له چرګې را باسي، هغه ذات چې دغه کار کوي، همغه الله دی چې تاسو يې پيداکړي ياست؛ نو اې مشرکانو څنګه له حقه ګرځئ سره له دې چې تاسې د هغه په زړه پورې پيدا کول وينئ.