سوره الانعام (څاروي) (آیت 97)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
6
الانعام(الأنعام)، آیت ۹۷
وَهُوَ الَّذِي جَعَلَ لَكُمُ النُّجُومَ لِتَهْتَدُوا بِهَا فِي ظُلُمَاتِ الْبَرِّ وَالْبَحْرِ ۗ قَدْ فَصَّلْنَا الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ
او دى همغه ذات دى چې ستاسو لپاره يې ستوري پیدا كړي دي، د دې لپاره چې تاسو د هغو په ذریعې سره د وچې او سمندر په تیارو كې لار ومومئ، یقینًا مونږ ایتونه ښه واضحه بیان كړي دي د هغه قوم لپاره چې پوهېږي (۹۷)
تفسیر
او خاص (الله تعالی) پاک او لوی ذات دی چې ستاسو لپاره یې پیداکړی دي -ای بنی ادمو- ستورې په اسمان کې د دې لپاره چې تاسو په دې باندې لاره پیدا کړه ستاسو په سفرونو کې کله چې تاسو باندې لاره ګډه وډه شي په وچه او دریاب کې، بیشکه مونږ ښه واضح کړي دي دلیلونه او معجزې دلالت کوونکي زمونږ په قدرت باندې، د هغه قوم لپاره چې سوچ وکړي په دغو ایتونو او معجزو کې نو فایده ترې واخلي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: