سوره الممتحنة (آزموینه) (آیت 5)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
60
الممتحنة(الممتحنة)، آیت ۵
رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِلَّذِينَ كَفَرُوا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۖ إِنَّكَ أَنْتَ الْعَزِيزُ الْحَكِيمُ
اى زمونږه ربه! ته مونږ د كافران شویو خلقو لپاره (ځاى د) فتنې مه ګرځوه۔ او ته مونږ ته مغفرت وكړه اى زمونږ ربه! بېشكه هم دا ته ډېر غالب، ښه حكمت والا يې (۵)
تفسیر
اې زموږ پالونکيه! موږ د هغه خلکو لپاره فتنه مه ګرځوه چې کفر يې کړی، داسې چې هغوی پر موږ مسلط کړې؛ نو بيا به وايي: که چېرې هغوی پر حقه وای؛ نو موږ به پر هغوی نه وای مسلط کړل شوي، اې زموږ پالونکيه موږ ته مو د ګناهونو بخښنه وکړه، بېشکه ته داسې برلاسی يې چې نه مغلوبه کېږې، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې حکمت والا يې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: