سوره الصف (صف) (آیت 12)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




61 الصف(الصف)، آیت ۱۲

يَغْفِرْ لَكُمْ ذُنُوبَكُمْ وَيُدْخِلْكُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي مِنْ تَحْتِهَا الْأَنْهَارُ وَمَسَاكِنَ طَيِّبَةً فِي جَنَّاتِ عَدْنٍ ۚ ذَٰلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ 12 ١٢

هغه به تاسو ته ستاسو ګناهونه وبخښي او تاسو به داسې جنتونو ته داخل كړي چې د هغو له لاندې ولې بهېږي او د تل اوسېدنې په جنتونو كې په ډېرو پاكېزه استوګنو كې (به مو داخل كړي) ۔، دغه ډېره لویه كامیابي ده (۱۲)

تفسیر
د دغه سوداګرۍ ګټه داده چې الله به مو د ګناهونو بخښنه درته وکړي، او داسې جنتونو ته به مو ننباسي چې تر ماڼيو او ونو لاندې يې ويالې بهيږي، او په جنتونو کې به مو داسې خوندورو ځايونو ته ننباسي چې هستوګنه به وي پکې انتقال به نه وي ترې، دغه ياده شوې بدله داسې لويه بريا ده چې بله هيڅ بريا نه شي ورته نېږدې کېدلای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ