سوره الصف (صف) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




61 الصف(الصف)، آیت ۷

وَمَنْ أَظْلَمُ مِمَّنِ افْتَرَىٰ عَلَى اللَّهِ الْكَذِبَ وَهُوَ يُدْعَىٰ إِلَى الْإِسْلَامِ ۚ وَاللَّهُ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ 7 ٧

او له هغه چا نه لوى ظالم څوك دى چې په الله پورې له ځانه دروغ تړي، حال دا چې هغه اسلام ته بللى شي۔ او الله ظالم قوم ته هدایت نه كوي (۷)

تفسیر
او له هغه سخت ظالم هيڅوک نشته چې پر الله درواغ تړي، داسې چې هغه لره يې داسې سيالان ګرځولي چې له هغه پرته يې عبادت کوي، او هغه يوازې د الله د يووالي دين اسلام ته را بلل کيږي، او الله هغه قوم ته چې د شرک او ګناهونو له امله يې پر ځانونو ظلم کړی، هغوی ته د لارښوونې او سمې لارې توفيق نه ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ