سوره الجمعة (جمعه) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




62 الجمعة(الجمعة)، آیت ۲

هُوَ الَّذِي بَعَثَ فِي الْأُمِّيِّينَ رَسُولًا مِنْهُمْ يَتْلُو عَلَيْهِمْ آيَاتِهِ وَيُزَكِّيهِمْ وَيُعَلِّمُهُمُ الْكِتَابَ وَالْحِكْمَةَ وَإِنْ كَانُوا مِنْ قَبْلُ لَفِي ضَلَالٍ مُبِينٍ 2 ٢

دغه (الله) همغه ذات دى چې امیانو ته يې له همدوى ځنې یو رسول لېږلى دى، چې دوى ته د هغه (الله) ایتونه تلاوت كوي او د دوى تزكیه كوي او دوى ته كتاب او حكمت (سنت) ښیي او بېشكه شان دا دى چې دوى له ده نه مخكې یقینًا په ښكاره ګمراهۍ كې وو (۲)

تفسیر
همغه ذات و چې ویې لیږه په هغه عربو کې رسول چې نه یې لوستل کولی شول او نه لیکل هغه پر هغوی د الله داسې ايتونه لولي چې پرې نازل کړي يې دي، له کفر او ناوړه اخلاقو يې پاکوي، قرآن ورته ښيي، سنت ورزده کوي، او پرته له شکه هغوی د رسول له ورلېږلو مخکې له حقه په څرګنده لارورکۍ کې وو، داسې چې د بوتانو عبادت يې کولو، وينې يې بهولې او خپلوۍ يې پرې کولې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ