سوره الجمعة (جمعه) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




62 الجمعة(الجمعة)، آیت ۸

قُلْ إِنَّ الْمَوْتَ الَّذِي تَفِرُّونَ مِنْهُ فَإِنَّهُ مُلَاقِيكُمْ ۖ ثُمَّ تُرَدُّونَ إِلَىٰ عَالِمِ الْغَيْبِ وَالشَّهَادَةِ فَيُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 8 ٨

ته (دوى ته) ووایه: بېشكه هغه مرګ چې تاسو له هغه نه تښتئ، پس یقینًا هغه له تاسو سره ملاقات كوونكى دى، بیا به تاسو د غیبو او ښكاره و عالم ذات ته بوتلى شئ، نو هغه به تاسو په هغو عملونو خبر كړي چې تاسو به كول (۸)

تفسیر
اې رسوله! دغو يهوديانو ته ووايه: پرته له شکه هغه مرګ چې ترې تښتئ که ژر وي او که وروسته هرومرو درسره مخامخېدونکی دی، بيا به د قيامت په ورځ الله ته چې پر پټو او که ښکاره و ورګرځول کېږئ، پر هغه له دغو دواړو(پټو اوښکاره و) هيڅ هم نه پټيږي، نو پر هغه څه به مو خبر کړي چې په دنيا کې مو کول، او بدله به پرې درکړي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ