سوره المنافقون (منافقین) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




63 المنافقون(المنافقون)، آیت ۶

سَوَاءٌ عَلَيْهِمْ أَسْتَغْفَرْتَ لَهُمْ أَمْ لَمْ تَسْتَغْفِرْ لَهُمْ لَنْ يَغْفِرَ اللَّهُ لَهُمْ ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يَهْدِي الْقَوْمَ الْفَاسِقِينَ 6 ٦

د دوى لپاره یو شان ده كه ته د دوى لپاره مغفرت (بخښنه) وغواړي، یا ته دوى لپاره مغفرت ونه غواړې، الله به دوى هېڅ كله هم ونه بخښي، بېشكه الله نافرمان قوم ته هدایت نه كوي (۶)

تفسیر
اې رسوله! د هغوی د ګناهونو لپاره ستا د بخښنې غوښتل او د هغوی لپاره ستا لخوا د بخښنې نه غوښتل سره برابر دي، الله به هيڅکله هغوی ته يې د ګناهونو بخښنه ونه کړي، پرته له شکه الله له خپلې پيروۍ وتونکي قوم ته توفيق نه ورکوي هغو کسانو ته چې له الله څخه په سرغړونه ټينګار کوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ