سوره المنافقون (منافقین) (آیت 8)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




63 المنافقون(المنافقون)، آیت ۸

يَقُولُونَ لَئِنْ رَجَعْنَا إِلَى الْمَدِينَةِ لَيُخْرِجَنَّ الْأَعَزُّ مِنْهَا الْأَذَلَّ ۚ وَلِلَّهِ الْعِزَّةُ وَلِرَسُولِهِ وَلِلْمُؤْمِنِينَ وَلَٰكِنَّ الْمُنَافِقِينَ لَا يَعْلَمُونَ 8 ٨

دوى وايي چې قسم دى كه مونږ مدینې ته بېرته وګرځو (نو) تر ټولو عزتمن (خلق) به له دغې (مدینې) نه تر ټولو ذلیله (خلق) خامخا ضرور وباسي او عزت (خو) خاص د الله لپاره دى او د هغه د رسول لپاره دى او د مومنانو لپاره دى او لېكن منافقان پوهه نه لري (۸)

تفسیر
د هغوی سردار عبدالله بن أُبيّ وايي: که مدينې ته وروګرځېدلو هرومرو به عزتمن چې هغه زه او قوم مې دی له مدينې څخه بې عزته خلک وباسي چې هغه محمد او د هغه ملګري دي، حال داچې يوازې الله، د هغه رسول او مؤمنانو لره عزت دی، د عبدالله بن ابي او د هغه ملګرو لره عزت نشته، خو منافقان داسې خلک دي چې پر دې نه پوهيږي چې عزت الله، د هغه رسول او مؤمنانو لپاره دی.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ