سوره التغابن (تاوان) (آیت 10)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




64 التغابن(التغابن)، آیت ۱۰

وَالَّذِينَ كَفَرُوا وَكَذَّبُوا بِآيَاتِنَا أُولَٰئِكَ أَصْحَابُ النَّارِ خَالِدِينَ فِيهَا ۖ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ 10 ١٠

او هغه كسان چې كافران شوي دي او زمونږ د ایتونو تكذیب يې كړى دى دغه كسان د اور والا دي، چې په ده كې به همېشه وي او هغه د ورتلو بد ځاى دى۔ (۱۰)

تفسیر
او هغه کسان چې پر الله يې کفر کړی، او زموږ هغه ايتونه يې درواغ ګڼلي دي چې پر خپل رسول مو نازل کړي دي، همدوی د اور والا دي، تل ترتله به پکې اوسيږي، بد ځای د ورګرځیدو دی چې هغوی ورګرځي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ