سوره التغابن (تاوان) (آیت 1)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




64 التغابن(التغابن)، آیت ۱

يُسَبِّحُ لِلَّهِ مَا فِي السَّمَاوَاتِ وَمَا فِي الْأَرْضِ ۖ لَهُ الْمُلْكُ وَلَهُ الْحَمْدُ ۖ وَهُوَ عَلَىٰ كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ 1 ١

د الله پاكي بیانوي هر هغه څه چې په اسمانونوكې دي او هر هغه څه چې په ځمكه كې دي، خاص د هغه لپاره بادشاهي ده او خاص د هغه لپاره ټول د كمال صفتونه دي او هغه په هر شي باندې ښه قادر دى (۱)

تفسیر
ټول هغه څه چې په اسمانونو او څه چې په زمکه کې له مخلوقاتو څخه دي د الله پاکي او سپېڅلتیا له هغو صفتونو څخه بيانوي چې له هغه سره نه ښايي، يوازې هغه لره پاچايي ده، له هغه پرته بل پاچا نشته، او يوازې هغه لره ښکلې ستاينه ده، او هغه پر هرڅه ځواکمن دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ