سوره الطلاق (طلاق) (آیت 2)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




65 الطلاق(الطلاق)، آیت ۲

فَإِذَا بَلَغْنَ أَجَلَهُنَّ فَأَمْسِكُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ أَوْ فَارِقُوهُنَّ بِمَعْرُوفٍ وَأَشْهِدُوا ذَوَيْ عَدْلٍ مِنْكُمْ وَأَقِيمُوا الشَّهَادَةَ لِلَّهِ ۚ ذَٰلِكُمْ يُوعَظُ بِهِ مَنْ كَانَ يُؤْمِنُ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ۚ وَمَنْ يَتَّقِ اللَّهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا 2 ٢

نو كله چې دغه (ښځې) خپلې نېټې ته رسېږي، نو (یا) خو تاسو دوى په نېكه طریقه (په رجوع كولو سره په خپل نكاح كې) وساتئ، یا په نېكه طریقه له دوى نه جدا شئ۔ او په تاسو كې دوه عدل والا كسان (په دې كار) ګواهان ونیسئ او تاسو (اى ګواهانو) ګواهي د الله لپاره ادا كړئ۔، دا (حكم چې دى) په ده سره هغه چا ته نصیحت كاوه شي چې په الله او د اخرت په ورځ ایمان لري او هغه څوك چې له الله نه ووېرېږي، (نو) هغه به د ده لپاره د وتلو څه ځاى پیدا كړي (۲)

تفسیر
کله چې هغوی د عدت تېرېدلو ته نېږدې شي؛ نو بيا په خوښه او ښه توګه هغوی ته رجوع وکړئ، او يا هغوی ته رجوع کول پرېږدئ ترڅو يې عدت تېر شي او د خپلو ځانونو د چارې څښتنانې شي، هغوی ته يې د حقوقو له ورکړې سره، او کله چې هغوی ته د رجوع کولو او يا بېلولو اراده ولرئ؛ نو دوه عادل کسان د ې د شخړې ختمولو لپاره له تاسو څخه شاهدي ورکړي، او اې شاهدانو! شاهدي د الله د خوښۍ لټولو لپاره ورکړئ، دغه ياد شوي د الله حکمونه د هغه چا لپاره بيانيږي څوک چې پر الله ايمان لري، او د قيامت په ورځ ايمان لري، ځکه همغه داسې څوک دی چې له يادولو او نصيحت څخه ګټه اخلي، او څوک چې له الله څخه د هغه د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو وېريږي، الله به هغه لره له هغه تنګۍ او ستنوزې څخه د وتلو لار پيداکوي چې پکې اخته کيږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ