سوره الطلاق (طلاق) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




65 الطلاق(الطلاق)، آیت ۳

وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لَا يَحْتَسِبُ ۚ وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللَّهِ فَهُوَ حَسْبُهُ ۚ إِنَّ اللَّهَ بَالِغُ أَمْرِهِ ۚ قَدْ جَعَلَ اللَّهُ لِكُلِّ شَيْءٍ قَدْرًا 3 ٣

او ده ته به له هغه ځایه رزق وركړي چې دى به ګمان هم نه كوي۔ او هغه څوك چې په الله باندې توكل وكړي، نو همدى د ده لپاره بس (او كافی) دى، بېشكه الله خپل كار ته رسېدونكى دى۔، یقینًا الله د هر شي لپاره یوه اندازه مقرر كړې ده (۳)

تفسیر
او له هغه لورې به روزي ورکوي چې پر زړه يې هم نه راګرځي، او په فکر کې يې هم نه وي، او څوک چې په خپلو چارو کې پر الله بروسه وکړي هغه ورته بسنه کوي، پرته له شکه الله د خپل امر نافذوونکی دی، هيڅ شی يې نه شي بې وسې کولای، او نه څه ترې پاتې کيږي، او په رېښتيا الله د هر څه لپاره اندازه ټاکلې ده چې هغې ته به رسيږي، نو د سختۍ لپاره خپله اندازه ده او هوساينې لپاره خپله اندازه، چې يو يې هم د انسان لپاره تلپاتې نه وي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ