سوره الطلاق (طلاق) (آیت 6)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




65 الطلاق(الطلاق)، آیت ۶

أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنْتُمْ مِنْ وُجْدِكُمْ وَلَا تُضَارُّوهُنَّ لِتُضَيِّقُوا عَلَيْهِنَّ ۚ وَإِنْ كُنَّ أُولَاتِ حَمْلٍ فَأَنْفِقُوا عَلَيْهِنَّ حَتَّىٰ يَضَعْنَ حَمْلَهُنَّ ۚ فَإِنْ أَرْضَعْنَ لَكُمْ فَآتُوهُنَّ أُجُورَهُنَّ ۖ وَأْتَمِرُوا بَيْنَكُمْ بِمَعْرُوفٍ ۖ وَإِنْ تَعَاسَرْتُمْ فَسَتُرْضِعُ لَهُ أُخْرَىٰ 6 ٦

تاسو دغه ښځې (په عدت كې) د خپل طاقت سره سم د هغه ځاى په څه حصه كې اوسوئ چې تاسو (په كې) اوسېږئ۔ او تاسو دوى ته ضرر مه رسوئ، د دې لپاره چې تاسو په دوى باندې تنګسیا راولئ۔ او كه چېرې دغه (ښځې) امېدوارې (حامله) وي، بیا نو تاسو په دوى باندې خرچه كوئ تر هغه پورې چې دوى خپل حمل وزېږوي۔، نو كه دوى ستاسو (اولاد) لپاره تى وركړي، نو تاسو دوى ته د دوى مزدوري وركړئ او تاسو په خپل مینځ كې په ښې طریقې سره یو له بله سره مشوره كوئ۔ او كه تاسو یو له بل سره سختي وكړئ، نو ده (اولاد) ته به عنقریب بله ښځه تى وركړي (۶)

تفسیر
اې مېړونو! هغوی هلته و اوسوئ چې په توان کې مو وي، الله مو پر بل څه نه مکلفوي، پر هغوی د تنګۍ راوستلو په هيله پر هغوی په خرڅه، استوګنه او نورو کې ضرر مه رسوئ، که چېرې طلاق شوې ښځې بلاربې وي؛ نو پر هغوی تر هغه خرڅه کوئ چې خپل بار (حمل) کېږدي، که هغوی مو اولادونو ته تی ورکړي؛ نو هغوی ته د تی ورکولو مزدوري ورکړئ، او په ښه توګه د هغوی د مزدورۍ خبره ورسره وکړئ، که چېرې مېړه د ښځې په غوښتل شوې مزدورۍ کې بخيلي وکړي، او هغه ښځه هم بخيلي وکړي پر هغه څه راضي نه شي مګر چې دا يې غواړي، نو بيا دې پلار بله تی ورکوونکي په مزدورۍ ورته ونيسي چې بچي ته يې تی ورکوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ