سوره التحريم (منع کول) (آیت 4)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




66 التحريم(التحريم)، آیت ۴

إِنْ تَتُوبَا إِلَى اللَّهِ فَقَدْ صَغَتْ قُلُوبُكُمَا ۖ وَإِنْ تَظَاهَرَا عَلَيْهِ فَإِنَّ اللَّهَ هُوَ مَوْلَاهُ وَجِبْرِيلُ وَصَالِحُ الْمُؤْمِنِينَ ۖ وَالْمَلَائِكَةُ بَعْدَ ذَٰلِكَ ظَهِيرٌ 4 ٤

كه چېرې تاسو دواړه الله ته توبه وباسئ، نو یقینًا ستاسو د دواړو زړونه مايله شوي دي او كه د ده (نبي) په خلاف تاسو یوه له بلې سره مدد وكړئ، نو بېشكه چې الله، همغه د ده مددګار دى۔ او جبریل او صالح مومنان او ملايك له دې نه پس مددګاران دي (۴)

تفسیر
پر تاسو دواړو واجب دي چې توبه وباسئ، ځکه زړونه مو د هغه څه مينې ته کاږه شول چې د الله رسول صلی الله عليه وسلم يې نه خوښوي لکه له خپلې مينځې څخه ډډه کول او هغه پرځان حرامول، او که تاسې دواړه له خپل لورې د هغه پر هڅونه ټينګار کوئ، نو الله د هغه ملګری او مرستندوی دی، همدارنګه جبريل او غوره مؤمنان يې ملګري او مرستندويان دي. د الله له مرستې وروسته د هغه څه پر خلاف پرېښتې د هغه مرستندويې او مل دي چې هغه ته ازار رسوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ