سوره التحريم (منع کول) (آیت 7)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




66 التحريم(التحريم)، آیت ۷

يَا أَيُّهَا الَّذِينَ كَفَرُوا لَا تَعْتَذِرُوا الْيَوْمَ ۖ إِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ 7 ٧

اى هغو كسانو چې كافران شوي دي! تاسو نن ورځ عذرونه مه وړاندې كوئ۔، بېشكه همدا خبره ده چې تاسو ته به د هغه څه بدله دركولى شي چې تاسو به كول (۷)

تفسیر
د قيامت په ورځ به کافرانو ته ويل کيږي: اې هغو کسانو چې پر الله يې کفر کړی! نن له هغه کفر او ګناهونو څخه عذرونه مه کوئ چې پرې واست، هيڅکله به مو عذرونه ونه منل شي، په دغه ورځ کې خو تاسو ته يوازې د هغه څه بدله درکول کيږي چې په دنيا کې مو پر الله کوم کفر او د هغه د رسول درواغ ګڼل کول.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ