ته (دوى ته) ووایه چې دغه (الله) هغه ذات دى چې تاسو يې په ځمكه كې خواره كړي یئ او خاص ده ته به تاسو ورجمع كولى شئ (۲۴)
تفسیر
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته ووايه: الله همغه ذات دی چې تاسې يې په ځمکه کې خواره واره کړئ، نه ستاسو هغه بوتان چې هيڅ يې هم نه دي پيداکړي، او د قيامت په ورځ يوازې هغه ته د حساب او بدلې لپاره ورټولول کېږئ، نه ستاسو بوتانو ته، نو له هغه ووېرېږئ او يوازې هغه ولمانځئ.