سوره الملك (بادشاهي) (آیت 28)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




67 الملك(الملك)، آیت ۲۸

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَهْلَكَنِيَ اللَّهُ وَمَنْ مَعِيَ أَوْ رَحِمَنَا فَمَنْ يُجِيرُ الْكَافِرِينَ مِنْ عَذَابٍ أَلِيمٍ 28 ٢٨

(اى نبي!) ته (دوى ته) ووایه: تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې الله ما او هغه كسان چې زما سره دي، هلاك (او مړه) كړي، یا پر مونږ رحم وكړي، نو څوك دى چې كافران به له ډېر دردونكي عذاب نه بچ كړي؟ (۲۸)

تفسیر
اې رسوله! دغو درواغ ګڼونکو مشرکانو ته پر هغوی د استنکار (بدګڼلو) په ډول ووايه: خبر راکړئ که الله ما مړ کړي او څوک چې له مؤمنانو را سره دي هغوی هم مړه کړي او يا را باندې ورحميږي، چې نېټې مو وروسته کړي؛ نو څوک به کافران له دردوونکې سزا څخه وژغوري، هيڅوک به يې هم هيڅکله ونه شي ژغورلای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ