سوره الملك (بادشاهي) (آیت 30)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




67 الملك(الملك)، آیت ۳۰

قُلْ أَرَأَيْتُمْ إِنْ أَصْبَحَ مَاؤُكُمْ غَوْرًا فَمَنْ يَأْتِيكُمْ بِمَاءٍ مَعِينٍ 30 ٣٠

ته (دوى ته) ووایه چې تاسو ما ته خبر راكړئ! كه چېرې ستاسو اوبه (په ځمكه كې) ډېرې ښكته لاړې شي۔، نو څوك دى چې تاسو ته به روانې اوبه راولي؟ (۳۰)

تفسیر
اې رسوله! دغو مشرکانوته ووايه: خبر راکړئ که چېرې مو هغه اوبه چې ترې څښئ يې په ځمکه کې داسې ښکته شي چې تاسو نه شئ ورته رسېدلای؛ نو څوک به زياتې روانې اوبه درته راولي؟! له الله پرته بل هيڅوک دا نه شي کولای.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ