سوره الملك (بادشاهي) (آیت 3)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




67 الملك(الملك)، آیت ۳

الَّذِي خَلَقَ سَبْعَ سَمَاوَاتٍ طِبَاقًا ۖ مَا تَرَىٰ فِي خَلْقِ الرَّحْمَٰنِ مِنْ تَفَاوُتٍ ۖ فَارْجِعِ الْبَصَرَ هَلْ تَرَىٰ مِنْ فُطُورٍ 3 ٣

هغه (الله) چې اوه اسمانونه يې طبقې طبقې (لاندې باندې) پیدا كړي دي، ته به د رحمٰن په پیداكونه كې هېڅ خلل (او فرق)، ونه وینې۔، پس سترګې بېرته راواړه۔، ایا ته كوم څیرې والى (او چاود) وینې (۳)

تفسیر
(الله) هغه ذات دی چې اوه آسمانونه يې پيداکړي، هر آسمان د خپل مخکېني آسمان لپاره يوه داسې طبقه ده چې يو آسمان له بل آسمان سره نه دی لګېدلی.اې ليدونکيه! ته به په هغه څه کې چې الله پيداکړي هيڅ توپير او نا مناسب څه ونه وينې. نو سترګې وغړوه آيا کوم څيرې والی او شلېدل وينې؟! هيڅکله به دا ونه وينې، ته به يوازې پياوړی باوري پيدايښت وينې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ