سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 103)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۰۳
ثُمَّ بَعَثْنَا مِنْ بَعْدِهِمْ مُوسَىٰ بِآيَاتِنَا إِلَىٰ فِرْعَوْنَ وَمَلَئِهِ فَظَلَمُوا بِهَا ۖ فَانْظُرْ كَيْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُفْسِدِينَ
بیا وروسته له دوى نه مونږ فرعون او د هغه سردارانو ته موسٰی ولېږه له خپلو ایتونو (معجزو) سره، نو هغوى په دې (ایتونو) سره ظلم وكړ، نو ته وګوره د ورانكارو انجام څنګه شو؟ (۱۰۳)
تفسیر
بیا مونږ ولیږه وروسته د دې پیغمبرانو نه موسی -علیه السلام- په معجزاتو او ښکاره دلیلونو خپلو سره هغه چې دلالت کوونکي وو د هغه په ریښتنولۍ فرعون او د هغه قوم ته، نو نه وو د دوی نه مګر دا چې انکار یې وکړ په دې معجزو او کفر یې پرې وکړ، نو ته په غور سره وګوره -ای پیغمبره- څرنګه شو اخري انجام د فرعون او د هغه د قوم، نو بیشکه الله تعالی هغوی په غرقیدلو سره تباه کړل، او راویې لیږه په دوی پسې لعنت په دنیا او اخرت کې.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: