سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 105)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۰۵
حَقِيقٌ عَلَىٰ أَنْ لَا أَقُولَ عَلَى اللَّهِ إِلَّا الْحَقَّ ۚ قَدْ جِئْتُكُمْ بِبَيِّنَةٍ مِنْ رَبِّكُمْ فَأَرْسِلْ مَعِيَ بَنِي إِسْرَائِيلَ
ټینګ ولاړ (یم) په دې خبره چې نه وایم پر الله مګر حقه خبره، یقینًا ما تاسو ته د خپل رب له جانبه ښكاره معجزه راوړې ده، نو ته زما سره بني اسرائیل خوشې كړه (ولېږه) (۱۰۵)
تفسیر
وویل موسی -علیه السلام-: او هر کله چې زه د هغه له طرفه رالیږل شوی یم نو زه ډیر حقدار یم په دې خبره چې ونه وایم په الله تعالی باندې مګر حق خبره، بیشکه ما راتګ کړی تاسو ته په ښکاره دلیل چې دلالت کوي زما په ریښتنولۍ او په دې چې یقینا زه رالیږل شوی یم د خپل رب له طرف نه تاسو ته، نو پریږده زما سره بنی اسرائیل د هغه بند او ظلم نه چې دوی پکې دي.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: