خامخا لازمًا به زه ستاسو لاسونه او ستاسو پښې ادلې بدلې غوڅې كړم، بیا به خامخا لازمًا تاسو ټول په دار كړم (۱۲۴)
تفسیر
خامخا زه به پرې کړم د هر یو ستاسې نه ښي لاس او چپه پښه او یا چپ لاس او ښي پښه، بیا به تاسو ټول د کجورو په تنو پورې زوړند کړم چې دا به ستاسو لپاره عبرتناکه سزا وي او ویروونکي به وي هر هغه چا لره چې تاسو په دې حال کې وویني.