سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 128)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۲۸

قَالَ مُوسَىٰ لِقَوْمِهِ اسْتَعِينُوا بِاللَّهِ وَاصْبِرُوا ۖ إِنَّ الْأَرْضَ لِلَّهِ يُورِثُهَا مَنْ يَشَاءُ مِنْ عِبَادِهِ ۖ وَالْعَاقِبَةُ لِلْمُتَّقِينَ 128 ١٢٨

موسٰی خپل قوم ته وویل: تاسو له الله نه مدد وغواړئ او صبر كوئ، بېشكه ځمكه د الله لپاره ده، هغه په خپلو بنده ګانو كې هغه څوك د دې وارث ګرځوي چې يې وغواړي او ښه انجام د پرهېزګارانو لپاره دى (۱۲۸)

تفسیر
وویل موسی -علیه السلام- پداسې حال کې چې وصیت کوونکی و خپل قوم ته: ای زما قومه! یوازې د الله تعالی څخه مدد وغواړئ د ضرر په دفع کولو او د فایدې په رانیولو کې، او صبر وکړئ په هغه امتحان چې تاسو پکې یاست، بیشکه ځمکه خاص الله تعالی لره ده، او د فرعون او د بل چا نده ترڅو پکې واک وکړي، او الله تعالی یې د خلکو تر منځ اړوي راړوي په خپله خوښه، خو لیکن اخري خایسته انجام په ځمکه کې د مومنانو دی هغوی چې د الله تعالی حکمونه مني او د هغه له منهیاتو څخه ځان ساتي، نو دا ځمکه دوی لره ده او اګر که دوی ته په دې کې مصیبتونه او امتحانونه ورسیږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ