سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 129)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۲۹
قَالُوا أُوذِينَا مِنْ قَبْلِ أَنْ تَأْتِيَنَا وَمِنْ بَعْدِ مَا جِئْتَنَا ۚ قَالَ عَسَىٰ رَبُّكُمْ أَنْ يُهْلِكَ عَدُوَّكُمْ وَيَسْتَخْلِفَكُمْ فِي الْأَرْضِ فَيَنْظُرَ كَيْفَ تَعْمَلُونَ
(بني اسرائیلو) وویل: مونږ ته تكلیف رسول شوى دى، مخكې له دې چې ته مونږ ته راشې او وروسته له دې چې ته مونږ ته راغلې. (موسٰی) وویل: امېد دى چې ستاسو رب به ستاسو دښمن هلاك كړي او تاسو به په ځمكه كې خلیفګان (ځاى ناستي) جوړ كړي، بیا به هغه ګوري چې تاسو څنګه عمل كوئ؟ (۱۲۹)
تفسیر
له بني اسرائیلو څخه د موسی -علیه السلام- قوم هغه ته وویل: ای موسی!: بیشکه مونږ وړاندې ستا له راتګ څخه او وروسته لدې چې مونږ ته راغلې د فرعون له لورې زمونږ د اولادونو په وژلو او د مېرمنو په پریښودلو سره ازمایل شوي یو ، موسی -علیه السلام- ورته د نصیحت کولو پر مهال د اسانتیاوو زیرې ورکړ او داسې یې ورته وویل: کېدای شي رب مو فرعون دښمن او قوم یې هلاک کړي، او وروسته له هغوی څخه به تاسو ته به په زمکه کې ځواک درکړي، بیا به نو وګوري چې تاسو شکر باسئ او که ناشکري کوئ.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: