سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 140)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۴۰
قَالَ أَغَيْرَ اللَّهِ أَبْغِيكُمْ إِلَٰهًا وَهُوَ فَضَّلَكُمْ عَلَى الْعَالَمِينَ
(موسٰی) وویل: ایا زه تاسو ته له الله نه سِوا معبود ولټوم، حال دا چې هغه (الله) تاسو په عالمونو باندې غوره كړي یئ (۱۴۰)
تفسیر
موسی -علیه السلام- خپل قوم ته وویل: ای زما قومه! زه څرنګه تاسو لره پرته له الله تعالی نه بل څوک حقدار د بندګۍ ولټوم چې تاسو یې پرته له هغه نه بندګي وکړئ، او حال دا چې تاسو لیدلي د هغه د غټو معجزاتو نه هغه چې تاسو لیدلي، او هغه پاک او لوی ذات تاسو غوره کړي یاست په مخلوقاتو د خپلې زمانې د هغو نعمتونو له وجې نه چې په تاسو یې کړي د هلاکولو د دښمن ستاسو نه، او وارثان ګرځول تاسو لره په ځمکه کې، او طاقت او قدرت درکول تاسو لره په دې ځمکه کې؟!
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: