سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 145)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۴۵

وَكَتَبْنَا لَهُ فِي الْأَلْوَاحِ مِنْ كُلِّ شَيْءٍ مَوْعِظَةً وَتَفْصِيلًا لِكُلِّ شَيْءٍ فَخُذْهَا بِقُوَّةٍ وَأْمُرْ قَوْمَكَ يَأْخُذُوا بِأَحْسَنِهَا ۚ سَأُرِيكُمْ دَارَ الْفَاسِقِينَ 145 ١٤٥

او مونږ د هغه لپاره په تختیو كې له هر شي نه نصیحت او د هر شي تفصیل ولیكه، نو ته دا په قوت سره ونیسه او خپل قوم ته حكم وكړه چې د دې په غوره (احكامو) عمل وكړي، ژر به زه تاسو ته د فاسقانو استوګنه وښیم (۱۴۵)

تفسیر
او لیکلي و مونږ موسی -علیه السلام- لره په تختو د لرګیو یا نورو شیانو کې د هر هغه شي نه چې بني اسرایېلو ورته ضرورت لرلو د دیني او دنیوي کارونو نه؛ پند و د هغه چا لپاره چې پند یې اخیسته د دوی نه، او تفصیل و د هغو احکامو چې تفصیل ته یې ضرورت درلوده، نو ونیسه دا تورات -ای موسی- په مضبوط نیولو سره او کوشش کولو سره، او حکم وکړه خپل قوم بني اسرایېلو ته چې عمل وکړي په خایسته د هغه نه چې په دې کې دي د هغه نه چې ثواب یې ډیر وي لکه د حکم کړی شوي کار کول په پوره طریقې سره، او لکه صبر او بخښنه کول، خامخا زه به وښايم تاسو ته اخري انجام د هغه چا چې زما د حکم مخالفت یې کړی، او زما د تابعدارۍ نه وتلی، او هغه چې دا به ورته رسیږي د هلاکت او تباهۍ نه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ