سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 147)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۴۷

وَالَّذِينَ كَذَّبُوا بِآيَاتِنَا وَلِقَاءِ الْآخِرَةِ حَبِطَتْ أَعْمَالُهُمْ ۚ هَلْ يُجْزَوْنَ إِلَّا مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ 147 ١٤٧

او هغه كسان چې زمونږ د ایتونو او د اخرت د ملاقات تكذیب يې كړى دى، د هغوى عملونه برباد شول، دوى ته به بدله نه وركول كېږي مګر د هغو كارونو چې دوى به كول (۱۴۷)

تفسیر
او هغه کسان چې دروغجن ګڼي زمونږ آیتونه هغه چې دلالت کوونکي دي په ریښتنولۍ د پیغمبرانو زمونږ، او دروغجن ګڼي ملاقات د الله تعالی د قیامت په ورځ، برباد شوي دي هغه نیک عملونه د دوی، نو ثواب نه ورکول کیږي دوی ته په دې باندې د اساسي شرط د نشتوالي له وجې چې هغه ایمان دی، او بدله به نه ورکول کیږي دوی ته د قیامت په ورځ مګر د هغه کفر او شرک چې دوی په الله تعالی باندې کړی و، او بدله د دې همیش والی دی په اور کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ