سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 148)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۴۸

وَاتَّخَذَ قَوْمُ مُوسَىٰ مِنْ بَعْدِهِ مِنْ حُلِيِّهِمْ عِجْلًا جَسَدًا لَهُ خُوَارٌ ۚ أَلَمْ يَرَوْا أَنَّهُ لَا يُكَلِّمُهُمْ وَلَا يَهْدِيهِمْ سَبِيلًا ۘ اتَّخَذُوهُ وَكَانُوا ظَالِمِينَ 148 ١٤٨

او د موسٰی قوم د هغه (له تلو) نه پس د خپلو كالیو (زیوراتو) نه مجسم سخى جوړكړ چې د هغه لپاره د سخي اواز و، ایا دوى نه دي كتلي چې بېشكه دا (مجسم سخى) نه له دوى سره خبرې كولى شي او نه دوى ته څه لار ښودلى شي، دوى دا (معبود) جوړ كړى دى او دوى ظالمان وو (۱۴۸)

تفسیر
او جوړ کړ د موسی -علیه السلام- قوم وروسته د تللو د هغه د خپل رب د ملاقات لپاره د خپلو ګاڼو څخه یوه مجسمه (ډانچه) د خوسي چې ساه پکې نه وه او اواز به یې کاوه، آیا دوی نه پوهیږي چې بیشکه دا خوسی د دوی سره خبرې نشي کولی، او نه ورته د حسي یا معنوی خیر طرف ته هدایت کولی شي، او نه دوی ته خیر رسولی شي او نه ترې ضرر اوچتولی شي؟! نیولی و دوی دې لره حقدار د بندګۍ او دوی په دې کار سره ظلم کوونکي وو د خپلو ځانونو سره.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ