سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 153)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۵۳

وَالَّذِينَ عَمِلُوا السَّيِّئَاتِ ثُمَّ تَابُوا مِنْ بَعْدِهَا وَآمَنُوا إِنَّ رَبَّكَ مِنْ بَعْدِهَا لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 153 ١٥٣

او هغه كسان چې بد كارونه يې كړي دي، بیا يې له هغو نه وروسته توبه وېستلې ده او ایمان يې راوړى دى، بېشكه ستا رب له دې (توبې) نه پس خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۱۵۳)

تفسیر
او هغه کسان چې بد عملونه یې کړي دي د الله تعالی سره د شرک کولو نه، او د ګناهونو نه، بیا الله تعالی ته توبه وباسي داسې چې په هغه ایمان راوړي، او پریږدي هغه ګناهونه چې دوی مخکې کول، بیشکه ستا رب -ای پیغمبره- وروسته د دې توبې نه او د شرک نه ایمان طرف ته ګرځیدلو نه، او د ګناهونو څخه تابعدارۍ ته، خامخا بخښنه کونکی دی دوی ته په پردې اچولو سره او په عفوې سره، مهربان دی په دوی باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ