سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 154)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۵۴

وَلَمَّا سَكَتَ عَنْ مُوسَى الْغَضَبُ أَخَذَ الْأَلْوَاحَ ۖ وَفِي نُسْخَتِهَا هُدًى وَرَحْمَةٌ لِلَّذِينَ هُمْ لِرَبِّهِمْ يَرْهَبُونَ 154 ١٥٤

او كله چې د موسٰی غصه سړه شوه، تختۍ يې راواخيستلې او د هغو په لیك كې هدایت او رحمت و د هغو كسانو لپاره چې هغوى يواځې له خپل رب نه وېرېږي (۱۵۴)

تفسیر
او کله چې د موسی -علیه السلام- غصه سړه شوه او ارام شو، کومې تختې یې چې د غصې له وجې نه غورځولې وې هغه یې راواخیستې، او پدې تختو کې هدایت و د ګمراهۍ نه او د حق بیان پکې و، او په دې کې رحمت و د هغه چا لپاره چې د خپل رب څخه ویره کوي، او د هغه له عذاب څخه ویریږي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ