سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 162)
لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.
7
الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۶۲
فَبَدَّلَ الَّذِينَ ظَلَمُوا مِنْهُمْ قَوْلًا غَيْرَ الَّذِي قِيلَ لَهُمْ فَأَرْسَلْنَا عَلَيْهِمْ رِجْزًا مِنَ السَّمَاءِ بِمَا كَانُوا يَظْلِمُونَ
نو هغو كسانو چې ظلم يې كړى و، هغه خبره چې دوى ته ویل شوې وه په بل شان بدله كړه، نو مونږه پر هغوى باندې له اسمان نه عذاب راولېږه، په سبب د هغه ظلم چې دوى به كاوه (۱۶۲)
تفسیر
نو له هغوی تېری کوونکو يې هغه وينا چې امر ورته پرې شوی و، بدله کړه او ويې ويل: په وربشه کې دانه ده، پر ځای د هغې وینا چې - په هغې سره - هغوی ته د بخښنې غوښتلو امر شوی و، هغه فعل چې امر ورته پرې شوی و، هغه يې بدل کړ، نو په ناسته په شا څښېدونکي داخل شول، پر ځای د دې چې الله ته عاجزي کوونکي او سر ټيټوونکي داخل شي، نو پر هغوی مو له آسمانه د هغوی د تېري له امله عذاب ولېږلو.
په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ
📖 د سورتونو ورته نومونه چې تاسو یې لټوئ: