سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 165)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۶۵

فَلَمَّا نَسُوا مَا ذُكِّرُوا بِهِ أَنْجَيْنَا الَّذِينَ يَنْهَوْنَ عَنِ السُّوءِ وَأَخَذْنَا الَّذِينَ ظَلَمُوا بِعَذَابٍ بَئِيسٍ بِمَا كَانُوا يَفْسُقُونَ 165 ١٦٥

نو كله چې دوى هغه (دین) پرېښوده چې په هغه سره ورته نصیحت شوى و، مونږ هغو كسانو ته نجات وركړ چې له بدۍ نه يې منع كوله او په ډېر سخت عذاب سره مو هغه كسان راونیول چې ظلم يې كړى و، په سبب د هغې نافرمانۍ چې دوى به كوله (۱۶۵)

تفسیر
نو پس هر کله چې نافرمانو خلکو مخ واړاوه د هغه پند نه چې دوی ته نصیحت کوونکو کړی و او د خپل کار څخه منع نه شو، مونږ هغه چاته د عذاب نه نجات ورکړ چې له بدیو نه یې خلک منع کول او راومونیول هغو کسانو لره چې ظلم یې کړی و په تیرې کولو سره په ښکار باندې د خالي (شنبې) په ورځ په سخت عذاب سره لدې وجې نه چې دوی د الله تعالی د تابعدارۍ څخه وتلي وو او د دوی د همیشوالي له وجې نه په ګناه باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ