سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 167)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۶۷

وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكَ لَيَبْعَثَنَّ عَلَيْهِمْ إِلَىٰ يَوْمِ الْقِيَامَةِ مَنْ يَسُومُهُمْ سُوءَ الْعَذَابِ ۗ إِنَّ رَبَّكَ لَسَرِيعُ الْعِقَابِ ۖ وَإِنَّهُ لَغَفُورٌ رَحِيمٌ 167 ١٦٧

او كله چې ستا رب اعلان وكړ چې خامخا ضرور به په دوى باندې د قیامت د ورځې پورې داسې څوك مسلط كوي چې دوى ته به سخت عذاب رسوي، بېشكه ستا رب خامخا ډېر تېز عذاب والا دى او بېشكه هغه خامخا ډېر بخښونكى، بې حده مهربان دى (۱۶۷)

تفسیر
او یاد کړه -ای پیغمبره- کله چې الله تعالی صریح اعلان وکړ چې هیڅ پټوالی پکې نه و چې خامخا به په یهودیانو باندې داسې څوک مسلطوي چې دوی به ذلیلوي او سپکوي به يې په دې دنیوي ژوند کې د قیامت تر ورځې پورې، بیشکه رب ستا -ای پیغمبره- خامخا سخت سزا ورکوونکی دی هغه چا ته چې د هغه نافرماني کوي، تر دې چې هغه لره په دنیا کې په تلوار سره سزا ورکوي، او بیشکه خامخا هغه بخښې ګناهونه د هغه چا چې هغه ته توبه وباسي د خپلو بندګانو نه، رحم کوونکی دی په دوی باندې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ