او مونږه دوى په ځمكه كې بېل بېل كړل، څو ډلې، ځینې له دوى نه نېكان دي او ځینې له دوى نه راكم دي، او مونږ دوى په نعمتونو او تكلیفونوسره وازمایل، د دې لپاره چې دوى راوګرځي (الله ته) (۱۶۸)
تفسیر
او مونږ دوی په ځمکه کې وویشل، او ټس نس مو کړل په دې کې په ډلو سره، وروسته لدې نه چې دوی یوځای وو، ځینې د دوی نه نیکان دي چې ولاړ دي د الله تعالی په حقونو او د هغه د بندګانو په حقونو، او ځینې د دوی نه درمیانه دي، او بعضې د دوی نه زیاتي کوونکي دي په خپلو ځانونو باندې په ګناهونو سره، او مونږ په دوی باندې امتحان وکړ په پراخۍ او سختۍ سره د دې لپاره چې شاید دوی د هغو ګناهونو څخه راوګرځي چې دوی په کې دي.