سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 179)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۷۹

وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا ۚ أُولَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ 179 ١٧٩

او یقینًا یقینًا مونږ د جهنم لپاره ډېر زیات داسې پېریان او انسانان پیدا كړي دي چې د هغوى زړونه شته (خو) په هغو سره هغوى نه پوهېږي او د هغوى سترګې شته (خو) لیدل پرې نه كوي او د هغوى غوږونه شته (خو) اورېدل پرې نه كوي، دغه خلق د څارویو په شان دي، بلكې دوى زیات ګمراه دي، همدغه خلق غافله دي (۱۷۹)

تفسیر
او بیشکه مونږ پیدا کړي د جهنم لپاره ډیر د پیریانو نه، او ډیر د انسانانو نه؛ ځکه مونږ پر دې پوهېدو چې دوی به د جهنمیانو کارونه کوي، دوی زړونه لري خو داسې څه پرې نه شي راګیرولوي چې دوی په خپل ګټه او تاوان پوه شي، او دوی لره سترګي هم شته خو لیکن په نفسونو او کایناتو کې پرې د الله تعالی د قدرت نښې نه شي لیدلی چې عبرت ترې واخلې، او دوی لره غوږونه هم شته خو لیکن د الله تعالی آیتونه پرې نشي اوریدلی چې پدې کې غور او سوچ وکړي، دغه کسان چې دا صفات لري د عقل په نشتوالي کې د څارویو په شان دي، بلکې د څارویو نه هم ډېر لرې دي په ګمراهۍ کې، دغه کسان بې خبره دي د ایمان نه په الله تعالی او په ورځې د آخرت.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ