سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 185)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۸۵

أَوَلَمْ يَنْظُرُوا فِي مَلَكُوتِ السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ وَمَا خَلَقَ اللَّهُ مِنْ شَيْءٍ وَأَنْ عَسَىٰ أَنْ يَكُونَ قَدِ اقْتَرَبَ أَجَلُهُمْ ۖ فَبِأَيِّ حَدِيثٍ بَعْدَهُ يُؤْمِنُونَ 185 ١٨٥

ایا دوى د اسمانونو او ځمكې په سلطنت كې غور نه دى كړى او په هغه كې چې الله څه شى هم پیدا كړى دى او په دې كې چې كېدى شي چې د دوى اجل ډېر نژدې شوى وي، نو له دې (قرآن) نه وروسته به دوى په كومه خبره ایمان راوړي؟ (۱۸۵)

تفسیر
آیا نه ګوري دا خلک د اعتبار په سترګو د الله تعالی بادشاهئ ته په اسمانونو او ځمکه کې، او وګوري هغه څه ته چې الله تعالی په دې کې پیداکړي د حیواناتو او نباتاتو او نورو مخلوقاتو نه، او سوچ وکړي په خپلو هغو نیټو کې چې کیدای شي د هغې اخر وخت رانږدې شوی وي نو مخکې د وخت د ختمیدو نه توبه وباسي، نو کله چې دوی په قران باندې ایمان نه راوړي او په هغو زیرو او ویرو باندې چې په دې کتاب کې دي نو په کوم کتاب به ایمان راوړي؟!

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ