سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 188)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۸۸

قُلْ لَا أَمْلِكُ لِنَفْسِي نَفْعًا وَلَا ضَرًّا إِلَّا مَا شَاءَ اللَّهُ ۚ وَلَوْ كُنْتُ أَعْلَمُ الْغَيْبَ لَاسْتَكْثَرْتُ مِنَ الْخَيْرِ وَمَا مَسَّنِيَ السُّوءُ ۚ إِنْ أَنَا إِلَّا نَذِيرٌ وَبَشِيرٌ لِقَوْمٍ يُؤْمِنُونَ 188 ١٨٨

ته ووایه: زه د خپل ځان لپاره نه د نفعې مالك یم او نه د نقصان مګر هغه چې الله يې وغواړي او كه چېرې زه په غیبو عالم وَى (، نو) ما به خامخا ډېر خیر حاصل كړى و او ما ته به هېڅ تكلیف نه و رارسېدلى، زه نه یم مګر وېروونكى او زېرى وركوونكى د هغه قوم لپاره چې ایمان راوړي (۱۸۸)

تفسیر
ته ووایه -ای پیغمبره-: زه طاقت نه لرم د خیر رسولو خپل ځان ته، او د خپل ځان نه د تکلیف لری کولو، مګر هغه چې الله تعالی یې وغواړي، بلکې دا ټول د الله تعالی په واک او اختیار کې دي، او زه نه پوهیږم مګر په هغه څه چې الله تعالی ما ته راښودلي دي، نو زه په پټو خبرو (غیبو) نه پوهیږم، او که چیرته زه په پټو خبرو (غیبو) باندې پوهیدلی، نو ما به هغه کارونه کړی و چې ماته پته وه چې دا ما ته ګټه رارسوي، او زما نه بدي لرې کوي؛ ځکه چې ماته به معلومات وی د کارونو وړاندې لدینه چې رامنځ ته شي او ما ته به معلومات وی چې څه به کیږي، نه یم زه مګر یو پیغمبر یم د الله تعالی له طرفه، د هغه له دردناک عذاب څخه خلک ویرووم، او د هغه په ښایسته ثواب باندې هغه قوم ته زیری ورکوم چې د الله تعالی له طرفه زما په پیغمبرۍ ایمان لري، او ما چې کومه وحې راوړې هغه ریښتوني ګڼي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ