سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 190)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۹۰

فَلَمَّا آتَاهُمَا صَالِحًا جَعَلَا لَهُ شُرَكَاءَ فِيمَا آتَاهُمَا ۚ فَتَعَالَى اللَّهُ عَمَّا يُشْرِكُونَ 190 ١٩٠

نو كله چې هغه (الله) (نو) دوى ته روغ بچى وركړ، دوى د هغه (الله) لپاره په هغه څه كې شریكان جوړ كړل چې دوى ته يې وركړى و، نو الله ډېر اوچت دى له هغو نه چې دوى يې (ورسره) شريكوي (۱۹۰)

تفسیر
نو هر کله چې الله تعالی د دې دواړو دعا قبوله کړه، او دوی ته یې روغ رمټ بچی ورکړ لکه څرنګه چې دوی غوښتلی و؛ جوړ یې کړ د الله تعالی سره شریک په هغه بچې کې چې الله تعالی دوی ته ورکړی و، نو نسبت د بندګۍ یې د نوم په کیښودلو کې بل چاته وکړ، او عبد الحارث (د حارث بنده) نوم یې پرې کېښوده، نو اوچت دی الله تعالی او پاک دی د هر قسم شریک نه، نو پس هغه یوازې دی په پاللو د بندګانو کې او په حق د بندګۍ کې.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ