بېشكه زما مدد كوونكى هغه الله دى چې كتاب يې نازل كړى دى او هغه د نېكانو مدد او ملګرتيا كوي (۱۹۶)
تفسیر
بیشکه مددګار او دوست زما یوازې الله تعالی دی هغه چې زما ساتنه کوي، نو زه له هغه پرته له چا امید نه لرم، او زه ستاسو د بتانو نه هیڅ نه ویریږم، نو پس الله تعالی هغه ذات دی چې په ما یې قرآن کریم لږ لږ رالیږلی دی د خلکو هدایت لپاره، او خاص الله تعالی هغه ذات دی چې دوستي کوي د نیکانو سره د خپلو بندګانو نه، نو هغوی ساتي او مدد یې کوي.