سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 199)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۱۹۹

خُذِ الْعَفْوَ وَأْمُرْ بِالْعُرْفِ وَأَعْرِضْ عَنِ الْجَاهِلِينَ 199 ١٩٩

ته معاف كول راونیسه (د عفوه كولو عادت راخپل كړه) او د نېكۍ حكم كوه او له جاهلانو نه مخ وګرځوه (۱۹۹)

تفسیر
قبول کړه -ای پیغمبره- د خلکو نه هغه څه چې د هغوی ځانونه پرې خوشحالیږي، او هغوی ته اسان وي د کارونو او اخلاقو نه، او هغوی مه مکلف کوه په هغه څه چې د هغوی طبیعتونه (مزاجونه) پرې نه خوشحالیږي، ځکه چې دا شیان دوی متنفره کوي، او حکم کوه په هرې یوې ښایسته خبرې او ښایسته کار، او مخ واړوه د جاهلانو نه، نو د هغوی د جهل په شان رویه ورسره مه کوه، نو چا چې تاته تکلیف درورساوه ته ورته تکلیف مه ورکوه، او چا چې د یو څه نه بند کړې ته هغه د خیر نه مه بندوه.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ