سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 200)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۲۰۰

وَإِمَّا يَنْزَغَنَّكَ مِنَ الشَّيْطَانِ نَزْغٌ فَاسْتَعِذْ بِاللَّهِ ۚ إِنَّهُ سَمِيعٌ عَلِيمٌ 200 ٢٠٠

او كه چېرې د شیطان له طرفه كومه وسوسه تا (په ګناه كولو) ورتېز كړي، نو په الله پورې پناه وغواړه، بېشكه هغه ښه اورېدونكى، ښه پوه دى (۲۰۰)

تفسیر
او که چیرته تا ته معلومه شي -ای پیغمبره- چې یقینا شیطان تاته وسوسه در ورسوله او یایې ته د خیر کار نه وروسته کړې نو پس الله تعالی ته پناه وېسه، او په هغه باندې ځان وسپاره، ځکه چې هغه اوریدونکی دی هغه څه لره چې ته یې وایې، پوهه دی ستا په پناه وړلو، نو خامخا به تا د شیطان څخه ساتي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ