سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 201)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۲۰۱

إِنَّ الَّذِينَ اتَّقَوْا إِذَا مَسَّهُمْ طَائِفٌ مِنَ الشَّيْطَانِ تَذَكَّرُوا فَإِذَا هُمْ مُبْصِرُونَ 201 ٢٠١

بېشكه هغه كسان چې پرهېزګاره شوي دي؛ كله چې هغوى ته د شیطان له طرف نه څه وسوسه ورسېږي (، نو) دوى (د الله حكم) رایاد كړي، نو ناڅاپه دوى لېدونكي وي (۲۰۱)

تفسیر
بیشکه هغه کسان چې له الله تعالی څخه ویریږي په عملي کولو د اوامرو د هغه او په ځان ساتلو سره د هغه له منهیاتو نه؛ کله چې ورسیږي دوی ته څه وسوسه د شیطان له طرفه نو دوی ګناه وکړي؛ پس دوی د الله تعالی لويي او نافرمانو ته عذاب او تابعدارانو ته ثواب ورکول رایاد کړي، نو د خپلې ګناه څخه توبه وباسي، او خپل رب ته رجوع وکړي، نو دوی یقینا په دغه وخت کې کلک ودریدلي په حق باندې، او برابر کړی یې دي هغه خطاګانې چې دوی کولی، او د هغو څخه بند شوي.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ