سوره الاعراف (لوړې غونډۍ) (آیت 29)

لاندې د لټون وسیله وکاروئ ترڅو د یوې ځانګړې سورې څخه یو یا څو ټاکلي آیتونه د خپلې خوښې ژبې ژباړې سره وګورئ.




7 الاعراف(الأعراف)، آیت ۲۹

قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ ۖ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۚ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ 29 ٢٩

ته ووایه: زما رب د انصاف حكم كړى دى او (دا چې) تاسو خپل مخونه د هر لمانځه په وخت كې نېغ (سیده) كړئ او تاسو هغه بلئ، چې د هغه لپاره د دین (عبادت) خالص كوونكي یئ، لكه څنګه چې يې تاسو اول ځل پیدا كړي یئ (هماغه شان به) تاسو راګرځئ (۲۹)

تفسیر
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: بیشکه الله تعالی امر کړی په عدل او انصاف سره، او امر یې ندی کړی په بدو کارونو او ګناهونو، او امر یې کړی چې تاسو ټول عبادت هغه ته خاص کړئ، او خاصکر په جوماتونو کې، او امر یې کړی تاسو ته چې تاسو یوازې هغه راوبلئ خالص کړئ هغه ته تابعداري، لکه څرنګه چې یې تاسو اول ځل د نشت نه پیداکړی یاست، نو راګرځوي به تاسو بیرته ژوندي بل ځل، ځکه چې په اول ځل ستاسو په پیدایش باندې قدرت لرونکی قدرت لري ستاسو په بیرته راوستلو او ژوندي کولو.

په بدیل توګه، تاسو کولی شئ لاندې ورکړل شوې هوښیارې لټون بڼې څخه ګټه واخلئ