Landscape MP4 Vertical MP4

سورت الاعراف — آیت 29 (پښتو) — ویډیو

الاعراف • آیت نمبر 29 (ټولې 206 آيتونه) • پښتو


قُلْ أَمَرَ رَبِّي بِالْقِسْطِ ۖ وَأَقِيمُوا وُجُوهَكُمْ عِنْدَ كُلِّ مَسْجِدٍ وَادْعُوهُ مُخْلِصِينَ لَهُ الدِّينَ ۚ كَمَا بَدَأَكُمْ تَعُودُونَ 29
ترجمه:
ته ووایه: زما رب د انصاف حكم كړى دى او (دا چې) تاسو خپل مخونه د هر لمانځه په وخت كې نېغ (سیده) كړئ او تاسو هغه بلئ، چې د هغه لپاره د دین (عبادت) خالص كوونكي یئ، لكه څنګه چې يې تاسو اول ځل پیدا كړي یئ (هماغه شان به) تاسو راګرځئ الاعراف ۷:۲۹
تفسیر:
ووایه -ای پیغمبره- دې مشرکانو ته: بیشکه الله تعالی امر کړی په عدل او انصاف سره، او امر یې ندی کړی په بدو کارونو او ګناهونو، او امر یې کړی چې تاسو ټول عبادت هغه ته خاص کړئ، او خاصکر په جوماتونو کې، او امر یې کړی تاسو ته چې تاسو یوازې هغه راوبلئ خالص کړئ هغه ته تابعداري، لکه څرنګه چې یې تاسو اول ځل د نشت نه پیداکړی یاست، نو راګرځوي به تاسو بیرته ژوندي بل ځل، ځکه چې په اول ځل ستاسو په پیدایش باندې قدرت لرونکی قدرت لري ستاسو په بیرته راوستلو او ژوندي کولو.
X Facebook Minutemailer Stellar WhatsApp Reddit
د بشپړ سورت ویډیو ته لاړ شئ
مخکنۍ الاعراف • آیت 28 راتلونکې الاعراف • آیت 30